لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۲۹
لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او له ااا نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې جاويد لوبډلې سيالې هرمل لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې اته ورځې يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شو

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۳۹
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۳۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکرېشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۳۴
Background image

خوست کې د شاوخوا څلور میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د ورزشي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي يې خوست ته د سفر پر مهال د ياد ولايت مرکز کې د نجیب تلاش خیره بنسټ په مالي ملاتړ د جوړېدونکي نړۍوال او. . .

BACK TO NEWS