لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او له ااا نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې جاويد لوبډلې سيالې هرمل لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې اته ورځې يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شو