بلخ؛ مزارشریف کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۳۰
بلخ؛ مزارشریف کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موتای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار په ورزشي جمنازیوم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ګل سرخ جام په نوم د موی تای درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او کندز ولایتونو ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې د بلخ ولایت ورزشکارانو ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، فاریاب ولایت ورزشکارانو ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او کندز ولایت ورزشکارانو د ۲ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د بلخ ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS