فاریاب؛ اندخوی ولسوالۍ کې د ۷۲ ورزش کارانو ترمنځ د کورش پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۳
فاریاب؛ اندخوی ولسوالۍ کې د ۷۲ ورزش کارانو ترمنځ د کورش پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۷۲ ورزش کارانو ترمنځ د ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې د کورش یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د اندخوی او دولت آباد څلور ګونو ولسوالیو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې خان چار باغ ولسوالۍ لومړی، اندخوی ولسوالۍ دویم او قرغان ولسوالۍ درېیم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو موخه د کورش پهلواني لوبو وده او پراختیا ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS