زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۳۰
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کیک بوکسینګ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د استاد احمد او استاد طلا محمد کلپونو د ۲۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کتګوریو کې د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د استاد احمد کلپ لومړی مقام خپل کړ او په پای کې د سیالۍ غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

د یادو سیالیو موخه د کیک بوکسینګ ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ Cلوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د تاختیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS