ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ننګرهار ځواک لوبډلې له خپل ۱۷۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې تورې بوړې اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
