کابل؛ د شین کیوکوشین پنځه کسیزه ډله د ظرفیت لوړونې په سمینار کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۹:۱۱
کابل؛ د شین کیوکوشین پنځه کسیزه ډله د ظرفیت لوړونې په سمینار کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د شین کیوکوشین کراټې ملي فدراسیون پنځه تنه روزونکي د ظرفیت لوړونې سمینار کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته لاړه.

په دغه سفر کې په افغانستان کې د کیوکوشین نړۍوال سازمان استازی او لوبڅار حبیب الرحمن عادل، زین العابدین محمدي، ګران آغا عادل، نثار احمد مومند او محمد بلال ستانکزی شامل دي.

دغه سمینار د آسیا د شین کیوکوشین سازمان د اجرایوي کمېټې غړي شیهان محمد ارشد جان له لوري ترسره کېږي، چې د روان میلادي کال د مۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS