کابل؛ د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالیو په دوام؛ بامیان، کابل ب، میمنې او کندهار لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۹:۹
کابل؛ د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالیو په دوام؛ بامیان، کابل ب، میمنې او کندهار لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالیو په دوام کې بامیان له میدان وردګ لوبډلې سره، کابل ب له خوست، غور له میمنې او لغمان له کندهار لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

د دغو سیالیو په پایله کې د بامیان، کابل ب، میمنې او کندهار لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

د ویلچر باسکټبال ب ګروپ سیالۍ دوه ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي او د سره صلیب او نوه املوس بنسټونو په مالي ملاتړ د مرکز او ولایتونو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي، چې د چهارشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS