غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قیاق منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې ورځې وړاندې پيل شوې وې د قیاق کلي منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د قیاق قریه منتخبې لوبډلې خپلې سیالې جغتو منتخبې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او والیبال ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه، ډالۍ او د اتلولۍ حکم ورکړل شو.
