ننگرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۷
ننگرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د حېدر خانې سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د حېدر خانې سټار او التقواء PVC لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، التقواء PVC لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف کېښود، حېدر خانې سټار لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې ملي يووالی و او په پای اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS