غزني کې د کونګفو ۳۵ لوبڅارانو ته د لوبڅاري لومړی دوره سمینار پای ته ورسېده
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د کونګفو ۳۵ لوبڅارانو ته د لوبڅاري لومړۍ دوره سمینار چې درې ورځې مخکې پیل شوی و، پای ته ورسېده.
یاد سمینار د کونګفو فدراسیون د استازولي فني او مسلکي مرستیال محمد بشیر فضلي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د لوبڅارانو ظرفیت لوړول ښودل شوي دي.
په پای کې ټولو ګډونوالو ته دویمه درجه تصدیق پاڼې ورکړل شوې.