پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د بدر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې بدر لوبډلې خپلې سيالې متحد ځوانانو لوبډلې ته د ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د فوټبال ورزش ته وده ورکول وو، چې شاوخوا ۵۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS