ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۴:۳۹
ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي سیالیو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې بحرین ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې دوه سیالۍ ترسره کړې وې، چې له ایران څخه یې د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې خوړلې وه او له کویټ سره یې لوبه په ۳-۳ ګولونو مساوي پای ته رسېدلې وه.

د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب بانکوک ښار کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د اپریل په ۱۷مه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۴۰
Background image

سرپل؛ مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دولس کلنو کم عمره فوټبال سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دولس کلنو کم عمره فوټبال سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او له ااا نظام څخه د ملاتړ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۵:۱۸
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د والیبال رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS