خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د والیبال رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۴۸
خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د والیبال رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د تڼیو منتخبې او بلال مندوزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بلال مندوزي لوبډلې د ۲۶/۳۵ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالۍ په پای کې ګټونکې لوبډلې ته او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS