تخار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د معارف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۴۶
تخار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د معارف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په مرسته د یاد ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د معارف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مرکز او معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د معارف لوبډلې د ۰/۳ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول ښودل شوي دي. په پای کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري اتلې لوبډلې ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS