بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۳۹
بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د حماسه کلب لوبډلې د ۳۳ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او د استقلال لوبډلې د ۳۱ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړ.

دغو سیالیو کې حمید الله سعیدي غوره لوبغاړی، عبدالرحمن حمیدي غوره ګول وهونکی او عتیق الله محمدي غوره ګول ساتونکی وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د لویدیځ زون د اتلولۍ سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS