کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکت سياليو اتلولي ټايکړ لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۸:۲۹
کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکت سياليو اتلولي ټايکړ لوبډلې خپله کړه

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي ټايکر لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبې ته ټايکر او شاګۍ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لومړی توپوهنه ټايګر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېوو لوبغاړو په زيان ۸۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې شاګۍ لوبډله د ياد هدف په‌ پوره کولو کې پاتې راغله او په اووه ويکټو يې ماتې وخوړه.

په‌ پای کې غوره لوبډلو او لوبغارو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS