لغمان؛ الینګار لوبډلې د مهترلام سوپر ۸ ټېپ بال کرکت سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۳۸
لغمان؛ الینګار لوبډلې د مهترلام سوپر ۸ ټېپ بال کرکت سیالیو اتلولي وګټله

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکت فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د رمضان جام په نوم د ټېپ بال سوپر ۸ سیالۍ چې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د الینګار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو پای لوبه د الینګار او مرکز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مرکز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبدلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه، چې الینګار لوبډلې یاد هدف پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ چې د مرکزي لوبډلې د جوړولو او غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره شوې، په پای کې یې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلویکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS