پکتیا؛ په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام شپنۍ سیالۍ د همدې ولسوالۍ ځوانانو لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې د لجې منګل ځوانانو او جاني خېلو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې لجې منګل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
