د فاریاب ولایت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
د فاریاب ولایت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور

فاریاب ولایت د هېواد په شمال لویدیځ کې پروت ولایت دی، چې اوسېدونکي یې د خپلو ورځنیو چارو له ترسره کولو سربېره ورزش ته هم ځانګړی پام کوي او په کور دننه یې په مختلفو ورزشي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لرلي دي.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور په لاندې ډول دی.

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ټولې (۹۱۷) ورزشي برنامې ترسره شوي دي، چې (۳۷۸) یې په مرکز او پاتې (۵۳۹) نورې یې په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په رغنیزو چارو کې هم د پام وړ کارونه کړي دي. په دغه ولایت کې په تېر یو کال کې ۱۴ نوي ورزشي‌کلبونه او په مرکز او ولسوالیو کې د شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټسال ۶ میدانونه جوړ او پرانیستل شوي دي. همداراز د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت یو ورزشي جمنازیوم هم جوړ او په فعالیت یې پیل کړی دی.

د فاریاب ولایت ورزشي آمریت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ورزش د ودې او د روزونکو د لا پوهاوي لپاره په بېلابېلو ورزشي برخو کې ۱۹ ښوونیز او روزنیز سمینارونه ترسره کړي دي.

د یاد ولایت لوبغاړو د آسیايي او ولایتي سفرونو او لوبو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري دي. دغو لوبغاړو په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو ورزشي برنامو کې ګډون کړی دی چې (۹۰) د سروزو زرو، (۱۴) د سپینو زرو او (۱۴) د برنزو مډالونه یې ګټلي دي او همداراز یو کمربند یې ترلاسه کړی دی.

په اوس وخت کې په فاریاب ولایت کې د ۳۰ فدراسیونونو نمایندګي او ۷۹ ورزشي کلپونه فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې د لسو فدراسیونونو استازولیو د بودیجې د نشتون له امله په ۱۴۰۲ کال کې هېڅ کومه ورزشي برنامه نه ده ترسره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS