پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولۍ په چوکاټ کې د ارګون ولسوالۍ په مانده سادات کلي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې اته ورځې به دوام وکړي په پیل لوبه کې عثمان ځدران لوبډلې خپلې سیالې یوسف ځدران لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه لرې پرتو سیمو ته د ورزش رسول او خلکو ته د سالمې تفریح برابرول یاد شوي دي.
