غزني؛ زنجان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۱:۴۳
غزني؛ زنجان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د زنجان ولسوالۍ په بازار ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مست خېلو زلميانو او گوډلو زلميو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مست خېلو زلميانو لوبډلې په ټاکلو ۱۶ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف کېښود، گوډلو زلميو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۴۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ یې يووالی ښودل شوی، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS