هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۵۹
هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د الحاج نقيب الله حقمل په مالي ملاتړ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د تگ - راتگ په شکل د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د نوآباد او الماس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نوآباد لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۲/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو سالم مصروفیت دی، چې شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS