زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۹:۱۹
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د مرکز قلات او مېزانې ولسوالۍ د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او ګڼو نندارچانو پکی ګډون کړی و.

هېره دې نه‌ چې په‌ پايله کې يادې سيالۍ د مېزانې ولسوالۍ د پهلوانانو په ګټه پای ته ورسېدې او په پای کې غوره پهلوانانو ته د سپورټ امريت له لوري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS