زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د مرکز قلات او مېزانې ولسوالۍ د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او ګڼو نندارچانو پکی ګډون کړی و.
هېره دې نه چې په پايله کې يادې سيالۍ د مېزانې ولسوالۍ د پهلوانانو په ګټه پای ته ورسېدې او په پای کې غوره پهلوانانو ته د سپورټ امريت له لوري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
