پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په مرکز کشيوال کلي کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې هدايت لومړی، رحمت الله هاشمي دويم او بخت محمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
