غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت جاغوري ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د درېیمې ورزشي جشنوارې فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو چې دوې اوونۍ دوام وکړ، پایلوبه کې د نوین مرکز لوبډلې خپلې سیالې امید کوشه لوبډلې ته د ۶/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې عتیق یوسفي د ۳۴ ګولونو په وهلو غوره ګول وهونکی، محمد علي غوره لوبغاړی او علي سینا فصیح غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
