کونړ؛ اسعداباد ښار کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د " سولې جام " په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۵
کونړ؛ اسعداباد ښار کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د " سولې جام " په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسعداباد ښار په کوزه شگۍ سيمه کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د " سولې جام " په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د هېواد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د يادو سياليو پايلوبه د هېواد او جميل الرحمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې جميل الرحمن لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو ويکټو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۵۸ منډو هدف کېښود، هېواد لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پاې کې گټونکې‌ لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS