برادران نورزاد لوبډلې د نيمروز ولايت د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱
برادران نورزاد لوبډلې د نيمروز ولايت د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په زرنج ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ، چې دوه مياشتې مخکې پيل شوې، د برادران نورزاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د برادران نورزاد او ابو مسلم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ په ټاکلي وخت مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې برادران نورزاد لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د‌ دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزش وده او د نشه يي توکو څخه لرې والی ښودل شوي وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۲
Background image

کونړ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS