کونړ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د څوکۍ منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې څوکۍ منتخبې لوبډلې خپلې سيالې څوکۍ ب لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
