لوگر؛ پل علم ښار کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۴
لوگر؛ پل علم ښار کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ پل علم ښار په حاجي گلون کلي کې د مرکز او ولسواليو په کچه د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د " آزادۍ جام" په نوم د واليبال سيالۍ د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود او د ميدان ښار د انجينر جاويد عزيزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري اتلې لوبډلې ته يو پسه او غوره لوبغاړو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS