د فلپین د لامبو وهنې آسیايي سیالیو کې افغان لوبغاړي په دوو جلا سبکونو کې دویم او اووم مقام خپل کړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۲۲:۲
د فلپین د لامبو وهنې آسیايي سیالیو کې افغان لوبغاړي په دوو جلا سبکونو کې دویم او اووم مقام خپل کړ

د لامبو وهنې د ۱۱م پړاو آسیايي سیالیو کې چې د فليپين هېواد په کوربه توب ترسره کېږي، افغان لوبغاړي عرفان علي په دوه بېلابېلو سبکونو کې دویم او اووم مقام خپل کړ.

نوموړي په برېسټ سټروک Breaststroke سبک کې په ۳۴،۸۵ ثانیو کې د ۵۰ متره واټن په طی کولو سره دویم مقام او په فري سټایل Freestyle سبک کې یې په ۲۷،۶۵ ثانیو کې د ۵۰ متروه واټن په طی کولو سره اووم مقام خپل کړ.

ټاکل شوې چې افغان لوبغاړی عرفان علي به خپله راتلونکې سیالۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د بټر فلای Butterfly په سبک کې په ۵۰ متري واټن کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوي اود مارچ د میاشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS