کابل کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او سپورت سبک کې سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۱:۵۱
کابل کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او سپورت سبک کې سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل مرکزي زون له بېلا بېلو کلبونو د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د رزمي ورزشونو فدراسیون اړوند د او سپورت سبک سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو پرانیست غونډه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست مشاور او د رزمي ورزشونو فدراسیون رییس قاري حیات رحماني، مشورتي بورډ غړي او د هېواد د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې به د او سپورت سبک ۳۰۰ ورزشکارانو له لوري د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو ترمنځ په عمري کټګورۍ کې د دوو ورځو لپاره سیالۍ ترسره شي.

د یادو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو لوبو ته وده ورکول، ځوانانو هڅوول او مرکزي منتخب زون ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS