ننگرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۴۳
ننگرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو سپورټي مدیریت له لوري د دور بابا ولسوالۍ په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شگۍ لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شگۍ او سور کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شگۍ لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف کېښود، سور کلي لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو موخه د ځوانانو تر منځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ ښودل شوی دی، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS