خوست؛ عرفان دلپوري لوبډلې د تڼيو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۳۶
خوست؛ عرفان دلپوري لوبډلې د تڼيو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په طاؤس زمزم ميدان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د عرفان دلپوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عرفان دلپوري او لکڼو منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د وخت کمښت له امله يو ميدان ترسره شو، چې په پايله کې عرفان دلپوري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲/۱۵ نمرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې وه، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS