زابل؛ مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۵۱
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري ، د لوبغاړو او د یاد ولایت د ورزشي آمریت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باباګک کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیاليو پایلوبه د باباګک کلي او سینک کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د سینک کلي لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه، چې د باباګک لوبډلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په نهم اور کې پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادو سیالیو لس ورځې دوام وکړ، چې په پای کې د زابل ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS