هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۳۵
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په صفار سيمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د تگ راتگ په نوم د فوټبال سيالۍ د سيلاب لوبډلې په بريا پيل شوې.

په يادو سياليو کې د شهيد معصوم، هلمند ستورو، اتحاد، مهاجر افغان، مشال افغان، شاه اتحاد او سيلاب لوبډلو گډون کړی، چې لومړۍ لوبه د شهيد معصوم او سيلاب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيلاب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS