خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۵۰٫۰۰۰ افغانيو په ارزښت د واليبال ميدان پرانيستل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۹:۲۴
خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۵۰٫۰۰۰ افغانيو په ارزښت د واليبال ميدان پرانيستل شو

د تڼيو ولسوالۍ په دور ملکه سيمه کې د پنځوس زره (۵۰٫۰۰۰ ) افغانيو په ارزښت د بيت الله ژوندون په نوم د واليبال ميدان د دغې سيمې مشرانو، ځوانانو او بهر ميشتو هېوادوالو په مالي لګښت جوړ شوې وو پرانيستل شو.

د ياد ميدان د پرانيستلو وروسته د ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې، چې پايلوبې ته يې د احسان الله او نجيب الله لوبډلو لاره پېدا کړه، چې په پايله کې احسان الله لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د‌‌ دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS