کابل ولایت کې د ۱۴۰ ورزشکاران ترمنځ د موتای سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۲۹
کابل ولایت کې د ۱۴۰ ورزشکاران ترمنځ د موتای سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورز عمومي ریاست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۵ کلپونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د خراسان کلپ لومړی مقام، پیام صلح دویم او رهبر شهـ.ـید لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو پایلوبه کې د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مقام د دفتر رئیس فضل الرحمن بري او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي ګډون کړی و.

د دغو سیالیو موخه د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزش‌کارانو غوره کول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS