ننگرهار ؛ سپين غر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۵:۵۶
ننگرهار ؛ سپين غر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت او د مهاجرينو رياست په مالي ملاتړ د سپين غر ولسوالۍ په سرحدي کنډک ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو تر منځ كډوالو ته د هر کلي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سپين غر او دور بابا ولسواليو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سپين غر لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف کېښود، دور بابا لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۴ منډو په توپير د سپين غر لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS