کندز ؛ له ۱۸ کالونو د کم عمره ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۲۳
کندز ؛ له ۱۸ کالونو د کم عمره ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري له تخار، بغلان او کندز ولایت څخه له ۱۸ کالونو د کم عمره ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کندز ولایت ورزشکارانو دوه د سرو زرو، یو د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی مقام، د تخار ولایت ورزشکارانو یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او دوه د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو دویم مقام او د بغلان ولایت ورزشکارانو یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د سرطان(کنسر) ناروغۍ مخنیوی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS