هلمند؛ عظيمي لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۹:۹
هلمند؛ عظيمي لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په هزار جفت حوزه کې د‌ ۷ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د عظيمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د مارجه بلاک ۹، عظيمي، مارجه مرکزي، گرمسېر منتخب ، گرمسېر اميد، گرمسېر الف او گرمسېر ب لوبډلو گډون کړی و، چې په پايله کې عظيمي لوبډلې ۰/۳ مېدانونو په توپير گرمسېر منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولۍ خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه، د ځوانانو تر منځ يووالی او د يادې لوبې وده ياده شوې وه.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS