کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري په ريگ باسوس وزلوبې لوبغالي کې د ۸۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوي.
په پای کې د مېدان د حکم له لوري دوه اخرالاقه وټاکل شول، چې لومړی یې شېر علم پهلوان او دويم ذبيح الله پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه او د ډاليو گټونکي شول.
دغه سيالۍ چې دوې ورځې یې دوام وکړ، موخه يې خلکو ته د سالمې تفريح برابرول وو.
