د آسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکټبال سیالیو په دوام؛ افغانستان خپله درېیمه بریا هم خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۲۳:۳۵
د آسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکټبال سیالیو په دوام؛ افغانستان خپله درېیمه بریا هم خپله کړه

د آسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکټبال سیالۍ چې څلور ورځې مخکې د ټایلنډ هېواد پلازمېنې بانکوک ښار کې پیل شوي، د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې فلیپین هېواد ته ماتې ورکړه او پرله پسې درېیمه بریا یې هم خپله کړه.

یاده سیالۍ چې نن غرمه ۱۲:۳۰ دقیقې ترسره شوه، افغانستان خپلې سیالې فليپينۍ لوبډلې ته د ۴۸/۷۸ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلند او دویمه لوبه کې یې بیا سعودي عربستان ته ماتې ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د یادو سیالیو په دوام کې خپله څلورمه لوبه سبا سه شنبه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.

ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به د روان میلادي کال د جنوري میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

زابل؛ په مرکز قلات کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډی سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د زابل ولایت په مرکز قلات سهراني سیمه کې د دوو لوبډلو د ۵٠ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۹
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د پسرلني جام په نوم له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS