د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۹
د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د پسرلني جام په نوم له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې نوآباد کلب لوبډلې لومړی، ورزش کلب مرکز شهر دويم او مقر ولسوالۍ کلب درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او ورزش ته يې هڅول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، د اتلولۍ کمربندونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پيل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۲۵
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پيل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۱۴
Background image

خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند لټکو سیمه کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قمر سر اجمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS