په زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۴:۳۱
په زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون استازولۍ په هغږۍ د یاد ولایت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي استقلال لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې غزنویان لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په یادو سیالیو کې غزنویان، لب دریا، استقلال او زابلوال لوبډلو ګډون کړی و.

د یادونې ده چې په پای کې غوره لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۷
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټڼبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۵
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS