میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې محمد علی پهلوان حلال تر ټاکلې دایرې ورساوه او د دغو لوبو ګټونکی اعلان شو.
دا سیالۍ د وزلوبې شپږم پړاو ملي سیاليو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.