پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جتسو سیالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې درزمي ورزشونو فدراسیون اړوند په کيک جتسو سبک کې د مرکز او ولسواليو د ۳۲ ورزشکارانو تر منځ د کیک جتسو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې موخه يې ورزش ته وده ورکول یا شوي، د یوې ورځې لپاره ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
