کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې له کابل څخه آريانا، خراسان او افغان کينګ لوبډلو او د کاپيسا يوې لوبډلې ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې افغان کينګ لوبډلې ته د ۱۰/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ به دوام وکړي، په پايله کې به يې ۱۲ ورزشکاران د کابل رګبي لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل رګبي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي؛ چې په پای کې به يې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپ او مډالونه ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، ورزش ادارې د رهبري غړو، د رګبي ملي فدراسيون سرپرست عبدالباري ګزنګ، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۵
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS