هرات؛ د لومړي ځل لپاره د کلپونو ترمنځ د رزمي لوبو د فدراسیون د فول کنتاکت کېک بکسنګ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۱۷
هرات؛ د لومړي ځل لپاره د کلپونو ترمنځ د رزمي لوبو د فدراسیون د فول کنتاکت کېک بکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت، د رزمي لوبو د فدراسیون استازولي او د یاد ولایت د فدراسیونونو د رئیسانو په همکاري د یاد ولایت په باباجي سیمه کې د فروتن اتلانو په کلپ کې د لومړي ځل لپاره د فول کنتاکت کېک بکسنګ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د دغې برخې د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، زلمیانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو په کټګوري کې ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د فول کنتاکت کیک بوکسېنګ ورزش کارانو وده ښودل شوې ده، چې په پای کې غوره لوبغاړو ته د اتلولي جامونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS